په دایکندي کې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې د غړو ټاکنې

جمعه وږی 1399,6,14

په دایکندي ولایت کې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې نوي اداري غړي وټاکل شول.


دغه ټاکنې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ، معدني ټولنو استازو او د یادې اتحادیې د غړو په ګډون د دایکندي ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست کې ترسره شوې.


یادې ټاکنې چې په شفاف ډول ترسره شوې وې، ښاغلی سید محمد انور شهاب په دایکندي کې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې د رییس، ښاغلی میرزا حسنی د مرستیال او ښاغلی عبدالعظیم روهنیار د منشي په توګه وټاکل شول.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د خبریالانو یو صنفي او ملاتړی بنسټ دی چې په زیات شمیر ولایتو کې فعالیت لري او نن د ټاکنو له لارې په دایکندي کې نوي اداري غړي معرفي کړل.