
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې د غړو ترمنځ ټاکنې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ، په بلخ کې د معدني ټولنو رییس، د نی دفتر مسوول، د خوندیتوب کمېټې مسوول، د اطلاعات او کلتور رییس او د یادې اتحادیې د غړو په ګډون په شفاف ډول د بلخ په ولایتي شورا کې ترسره شوې.
په یادو ټاکنو کې احمد فهیم حقبین د رییس، آغلې حمیرا مرادی د مرستالې او فریدون معصومي د دارالانشا مسوول په توګه وټاکل شول.
وروسته بیا د مسوولینو په استازولۍ په بلخ کې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې رییس، احمد فهیم حقبین د خبریالانو له ګډون او باور، د ټاکنو څارونکو او په لار اچونکې کمېټې له زحمتونو مننه وکړه او د بیان ازادۍ د تحقق په لار کې او د رسنیو له کورنۍ په ملاتړ یی خپله ژمنه اعلان کړه او په دې برخه کې یی په زیاتو هڅو ټینګار وکړ.