هلمند کې د ژورنالیستانو ملي اتحادیې ولایتي ټاکنې ترسره شوې

پنجشنبه وږی 1399,6,20

هلمند کې د ژورنالیستانو ملي اتحادیې د غړو ترمنځ د ولایتي مسؤل، مرستیال او منشي د پوسټونو لپاره ټاکنې ترسره شوې چې پکې شکرالله شاکري د کوم سیال په نه درلودلو سره د ولایتي مسؤل په ټوګه د رایو په اکثریت سره وټاکل سو، او د مرستیال پوسټ لپاره د صفت الله ذاهدي او شاه ولي زیارمل ترمنځ ټاکنې ترسره شوې چې پکې صفت الله ذاهدي د مرستیالۍ ځوکۍ لپاره ټاکنې وګټلې، او د منشي توب ځوکۍ لپاره د نجیب الله ساحل او میوند میړني ترمنځ ټاکنې ترسره شوې چې د رایو په اکثریت سره نجیب الله ساحل د منشي توب ځوکې لپاره ټاکنې وګتلې.


دا ټاکنې د هلمند د ټاکنو خپلواک کمیسون د استازي، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازي او د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز د استازي په حضور کې ترسره سوې.