
په خواشینۍ سره د افغانستان یو تکړه خبریال او ویاړلې فرهنګي څېره او د دوربین مجلې مسوول، استاد نور احمد کریمي نن له غرمې وروسته په هرات ولایت کې د زړه سکتې له امله د دې پاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.
خدای بښلی نور احمد کریمي د هرات د رسنیو او مطبوعاتو یو تکړه او د افتخار وړ شخصیت وو.
نوموړي له کابل څخه د راتګ وروسته چې د یوه مطبوعاتي نندارتون چې تېره اونۍ په باغ بابر کې په لار اچول شوی وو ، څو ځله یی د یاد نندارتون له مالي مسایلو او د اطلاعات او کلتور وزارت مالي ملاتړ نه کولو څخه اندېښنه ښودله.
په هرات کې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې دفتر ویاړي چې استاد نور احمد کریمي په هرات کې د یاد بنسټ غړی، مشاور او تل زموږ سره په څنګ کې ولاړ وو.
د علم او پوهې له مداره د دغه ستوري لویدل زموږ لپاره نه هیریدونکې تشه ده.
روح یی ښاد او یاد د تل وي