پکتیا کې دافغانستان ژورنالیستانو ملي اتحادیې ولایتي ټاکنې ترسره شوې

دوشنبه وږی 1399,6,24

پکتیا کې د افغانیستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې د غړو ترمنځ د ولایتي مسؤل، مرستیال او منشي  پوسټونو لپاره ټاکنې ترسره سوې، په پایله کې ښاغلی اصیل ځاځی د رایو په اکثریت ولایتي مسوول، ښاغلی نجیب الله شاکري مرستیال او ښاغلی عبدالشکور حبیب یار د منشي په توګه وټاکل شول.


 ټاکنې پکتیاکې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیو سیمه ییز دفتر استازي ښاغلي شیرعلي فیضي، پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ رییس ښاغلي صلاح الدین سلیس، پکتیا پریس کلب مرستیل ښاغلي عبدالشکورکامران او پکتیا کې د افغان مېرمنو ولایتي شبکې مشرې آغلې زرمینې افضلي ترنظارت  لاندې او دګڼو سیمه ییزو، ملي اونړیوالو رسنیو دخبریالانو په شتون کې دافغانستان دژورنالیستانوملي اتحادیې دداخلي ټاکنودطرزالعمل له مخې ترسره شوې.