
نن / سه شنبه / په زابل ولایت کي د افغانستان ژورنالیستانو ملي اتحادیې خپلمنځي ټاکني په یاد ولایت کي د ولایتي مسؤل، ولایتي مرستیال او منشي انتخاب په هدف تر سره سوې .
پدې ټاکنو کي دزابل د ځوانانو امر دمدني ټولنو استازو، د ځوانانو د رضا کاره ټولني غړو په زابل کي د خپلواکو ژورنالستانو د مرکز رئيس او ۸ تنو خبریالانو ګډون درلود .
چي په نتیجه کي یې احمدولي سرحدي د رئيس، محبوب حکیمي د مرستيال او اسدالله وفا د منشي په توګه وټاکل سول، د ريس مرستیالي او منشي پوسټونو لپاره یوازینیو کاندیدانو هر یو ښاغلي احمد ولي (سرحدي) درياست محبوب ( حکيمي ) د مرستیالۍ او اسد الله (وفا) د منشيتوب لپاره د ۸ تنو خبریالانو لخوا په اکثريت د رايو وټاکل سول، چي په پایله کي یې احمد ولي سرحدي په ۸ تائيد رايو په تر لاسه کولو سره د ولايتي مسؤل په توګه او محبوب (حکيمي) د ۶ تائيد رايو په تر لاسه کولو سره د مرستیال او اسد الله ( وفا ) د ۷ تایید رایو په ګټلو د منشي په توګه وټاکل سول.
د یادوني وړ ده چي یادي ټاکني د يوشمېر با صلاحيته مسؤلينو تر نظارت لاندي چې پکښې د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو مدير(نياز محمد زيارمل ) او د باختر آژانس د مدير(عبدالرحمن سالاري)، تر څنګ په زابل کې د خپلواکو ژورناليستانو د مرکز مسؤل عصمت الله( قايل ) او همدارنګه د مدني ټولنو په نماینده ګي د سورغر مدني ټولني غړي او د ځوانانو د رضاکاره ټولني مشر محمد نبي (تلاش)، د انتخاباتو کمېسیون نماینده احمد فیضان په حضور کي دایر او د ټاکنو پایلیک په لاسلیکولو سره پای ته ورسېدې .