
د سولې راپور ورکونې په اړه خبرې اترې تر عنوان لاندې ناسته نن په کابل کې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې او په افغانستان کې د ښځینه ژورنالیستانو ملاتړ بنسټ له لوري ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د سولې عالي شورا مرستیال، اسدالله سعاتي، د اطلاعات او کلتور وزارت نشراتي مرستیال، شیوای شرق، د خبریالانو د فدراسیون استازي، له مرکز او نږدې ولایتونو څخه د رسنیو مسوولینو او خبریالانو ګډون درلود.
د ناستې په پیل کې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې رییس، محمد فهیم دشتي او په افغانستان کې د ښځینه ژورنالیستانو د ملاتړ مرکز مشرې، فریدې نیکزاد د یاد پروګرام او په مرکز او ولایتونو کې د دې پروګرام د ترسره کوونکو بنسټونو په فعالیتونو بحث او خبرې وکړې.
په ورته وخت کې د سولې عالي شورا مرستیال، اسدالله سعادتي د دغه پروګرام له ترسره کیدو هرکلی وکړ او د سولې په پروسه کې یی د رسنیو په رول ټینګار وکړ. همدا راز یې خبریالانو او رسنیو ته د سولې په پروسه کې د بیان آزادۍ له لاسته راوړنو د خوندیتوب ډاډ ورکړ.