په ننګرهار کې د سولې راپور ورکونې یو ورځنی روزنیز پروګرام

پنجشنبه لړم 1399,8,8

په ننګرهار ولایت کې ژورنالیستانو ته د سولې راپور ورکونې تر سرلیک لاندې یو ورځنی پروګرام د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحاديې او د افغانستان ښځينه ژورنالېستانو ملاتړ مرکز له لوري ترسره شو .


په پروګرام کې د افغانستان ژورنالیستانو ملي اتحادیې ولایتي مسوول او د یاد پروګرام وړاندې کوونکي، شېرشاه همدرد د سولې ژورناليزم په عملي کولو کې د رسنيو پر رول رڼا واچوله .


نوموړی زیاته کړه ، رسنۍ د سولې په برخه کې د عامه ذهنيت جوړولو ستر مسوليت پر غاړه لري چې بايد ادا يې کړي .


په بحث کې خبریالانو دسولې په تړاو خپل نظرونه څرګند کړل ، او د ټولنې عامه ذهنيت جوړولو کې د رسنيو رول یې ارزښتمن وباله او ژمنه یې وکړه چې دوى به د سولې ژورناليزم په عملي کولو سره خپل رغنده رول ادا کړي .