په بغلان ولایت کې د سولې راپور ورکونې یو ورځنی روزنیز پروګرام

دوشنبه لړم 1399,8,19

په بغلان ولایت کې ژورنالیستانو ته د سولې راپور ورکونې تر سرلیک لاندې یو ورځنی پروګرام د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحاديې او د افغانستان ښځينه ژورنالېستانو ملاتړ مرکز له لوري ترسره شو .


په پروګرام کې د افغانستان ژورنالیستانو ملي اتحادیې ولایتي مسوول، رازمحمد راز د سولې ژورناليزم په عملي کولو کې د رسنيو پر رول رڼا واچوله .


نوموړی زیاته کړه ، رسنۍ د سولې په برخه کې د عامه ذهنيت جوړولو ستر مسوليت پر غاړه لري چې بايد ادا يې کړي .


په بحث کې خبریالانو دسولې په تړاو خپل نظرونه څرګند کړل ، او د ټولنې عامه ذهنيت جوړولو کې د رسنيو رول یې ارزښتمن وباله او ژمنه یې وکړه چې دوى به د سولې ژورناليزم په عملي کولو سره خپل رغنده رول ادا کړي .


بغلان کې درسنیوکارکوونکوته دسولې راپوریوورځنی ورکشاپ پرلاره شو .


دازادۍ راډیو خبریال، بشیراحمدغزالي د ورکشاپ دنورو برخوالو په استازیتوب د ورکشاپ بر لاره اچوونکو مننه وکړه او یاد ورکشاپ یې دسولې راپور چمتو کولو په برخه کې خورا مهم وباله.