په فاریاب ولایت کې (رسنۍ او د سولې راپور ورکول) روزنیز پروګرام

سه‌ شنبه ليندۍ 1399,9,4

یاد یو ورځنی روزنیز پروګرام د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې او په افغانستان کې د افغان ښځینه ژورنالیستانو ملاتړ مرکز له لوري ترسره شو چې پکې د فاریاب نږدې ۲۰ تنو خبریالانو برخه اخیستې وه.


په فاریاب ولایت کې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې ولایتي مسوولین وایی په دې پروګرام کې د سولې اړوند خبري موضوعاتو بحث وشو.


یاد پروګرام په فاریاب کې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې د ولایتي استازي، ښاغلي قطب الدین کوهي له لوري پر مخ یوړل شو، چې په هغه کې د سولې ژورنالیزم، په ټولنیز ژوند د سولې اغیزو، په ټولنه کې د سولې ذهنیت په رواجولو، د سولې اړوند سوژو اهمیت او ارزښت، د سولې راپور ورکولو ځانګړنې، د ستونزو په له منځه وړلو او حل کې د خبریالانو رول، د سولې له پروسې څخه د خبریالۍ ټولنې ملاتړ او دې ته ورته نورو موضوعاتو بحث وشو.


د پروګرام ګډونوالو د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې څخه د یاد پروګرام له جوړیدو مننه وکړه او د سولې پروسې د مختلفو برخو د پوهاوي لپاره دې ته ورته پروګرامونو غوښتونکي شول.