ذکي دریابي او اطلاعات روز ورځپاڼه د نړیوال روڼتیا سازمان، د ۲۰۲۰ز کال فساد سره د مبارزې جایزې ګټلو په تړاو د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې اعلامیه
د اعلامیې شمېره : ۲۲۴
افغانستان یو له هغه هېوادونو څخه دی چې فساد پکې تر اخري حده رسیدلی دی، پیاوړی ژورنالیست ذکي دریابي او اطلاعات روز ورځپاڼه د هېواد د تاثیر لرونکې ورځپاڼې په توګه د نړیوال روڼتیا سازمان د ۲۰۲۰ز کال فساد سره دمبارزې جایزې ګټونکي شول.
له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د رسنیو کورنۍ ته دا یوه لویه لاسته راوړڼه ده، د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه دا لاسته راوړنه په افغانستان کې د رسنیو د تاثیر او بې پرېتوب په برخه کې یو بل ګام بولي او د افغانستان د رسنیو کورنۍ ته یی مبارکي وايي.
دا چې په هېواد کې د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې رسنیو او ژورنالیستانو بنسټیز کارونه کړي او څیړنیز راپورونه چمتو کوي او تر حکومت او خلکو یې رسوي، چې د یادو راپورونه پایله د حکومت په مختلفو برخو کې د فساد رابرسېره کول دي، خو له بده مرغه چې د حکومت له لوري دغه پایله نه ده تعقیب شوې او نادیده نیول شوې ده.
هیله من یو د افغانستان د رسنیو کورنۍ په بشري ټولنه کې د خپل لوی رسالت په ترسره کولو له دې زیاتې او لویې لاسته راوړنې ترلاسه کړي او د تل په شان ویاړ راوړي.