په بامیان ولایت کې د خبریال غیر قانوني نیول کیدل

شنبه ليندۍ 1399,9,22

اسحق اکرمی – بامیان


نن پنجشنبه د لیندۍ ۲۰ مه، د بامیان ولایت د استیناف محکمې د یوه خبریال په ګډون د ۱۲ مدني فعالانو د نیولو حکم صادر کړی چې د تولیزو رسنیو د قانون خلاف دی.


د بامیانو د استیناف محکمې مشر، ښاغلی طاهري د ۱۳ نفرو نیول کیدل تاییدوي او وایی چې د دوی نیونه د ابتدایي محکمې له صلاحیتونو څخه دی او د استیناف محکمه په دې اړه څه نه شي کولی.


د  ستاګیدیا اونیزې د مدیر مسوول په ګډون ۱۳ تنه مدني فعالان د حکومت له لوري د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ میاشتې د ۵ مې نېټې د لاریون په تور نن نیول کیږي. 


د ۱۳۷۹ کال د لیندۍ میاشتې په ۵ مه نېټه علي پور مشهور په قومندان شمشیر د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له لوري محاصره شو، چې په بامیانو کې په سلګونو تنه لاریون کوي چې دا لاریون اخر په تاوتریخوالي بدلیږي، په پایله کې ۲ تنه لاریون کوونکي وژل کیږي او نږدې ۱۰ تنه نور ژوبل کیږي او همدارنګه د قومندانۍ او مستوفیت ودانۍ ته اقتصادي زیانونه اوړي.


په بامیان ولایت کې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې ولایتي مسوول، اسحق اکرمي د بامیانو ولایت د استیناف محکمې دا کړنه د قانون خلاف ګڼي او له عدلي او قضایي بنسټونو غواړي چې ژر تر ژره ښاغلی احمدي له بنده ازاد کړي.


ښاغلی اکرمي زیاتوي که چېرې کوم خبریال متهم پېژندل کیږي د دوی دوسیه باید د (رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ته د رسیدنې کمیسیون) له لوري وڅېړل شي نه د یوه ولایت د څارنوالۍ او محکمې له لوري.


د یادونې وړ ده چې بامیان ولایت د خبر رسونې او مدني حرکتونو په برخه کې یو پرمختللی ولایت دی. مګر د محکمې له لوري په دا ډول کړنو د بیان آزادي مخه نیول کیدای نه شي.