د آریانا ټلویزیون د خبریال په مرموز ډول وژل کیدل

شنبه ليندۍ 1399,9,22

که څه هم امنیتي بنسټونه یی وژل کیدل ځان وژنه بولي او وایي: د پولیسو لومړۍ څېړنو ښودلي چې فردین امیني د میرغلام په شهرک کې ځان وژنه کړې ده.


د هېواد د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین وایي په دې اړه د پولیسو د کشفي برخو څېړنې په شدت سره روانې دي.


د ښاغلي امیني کورنۍ وایي نوموړی په دې وروستیو کې د امنیتي ګواښونو څخه اندېښمن وو.


د یادونې وړ ده چې په تېره یوه میاشت کې، دا څلورم خبریال دی چې خپل ژوند له لاسه ورکوي او حکومت د هغوی د ترور دوسیو ته د رسیدنې په برخه کې کومه لاسته راوړنه نه لري.