د اطلاعاتي جریان د محدویت پر ځای، اداره اصلاح کړئ

سه‌ شنبه مرغومی 1399,10,2
د اعلامیې شمېره : ۲۲۷
په دې وروستیو کې او د تخار ولایت ویاند د دولت له بمباره د ملکي وګړو د تلفاتو څخه د خبر رسونې وروسته، ولسمشر غنی امر کړی چې د ولایت له ادارې د ویاند پوسټ حذب کیږي.
د ولسمشرۍ دا تصمیم دوې عمده ستونزې لري:
لومړی دا چې له یوې مسلې سره د احساساتي چلند په ګوته کول دي؛ په داسې حال کې د ولایت له ادارې د ویاندویانو د پوسټ حذب کولو په ځای باید هڅه شوې وای ترڅو ویاندیان د شرایط وړ کسانو له منځه ټاکل شوی وای او اړینې لارښوونې یی لیدلی وای او سمه خبررسونه یی کړې وی.
دویم دا چې دا تصمم د دې سبب شوی چې په مرکز او ولایتونو کې د نورو دولتي ادارو ویاندویان خپلې راتلونکې ته په اندېښنه شوي او د طلاعاتو له ورکړې ځان وساتي.
په تیرو دوو ورځو کې له هرات، کندز، بغلان او بدخشان ولایتونو څخه د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې ته پرلپسې شکایتونه رسیدلي دي چې هر یو د دولتي ادارو په ځانګړې توګه د امنیتي بنستونو د ویاندویانو له لوري د اطلاعاتو د نه وړاندې کولو کیسې کوي.
له دې وړاندې هم د دولتي بنسټونو له لوري د دقیق او پر وخت اطلاعاتو نه وړاندې کول د رسنیو او خبریالانو شکایتونه وو او اوس هم د ولسمشر په تازه پرېکړې حالت بدتره شو.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه، د ولسمشر وروستۍ پرېکړه د هېواد د قوانینو په ځانګړې توګه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او د ټولیزو رسنیو قانون خلاف ګڼي او هیله لري چې په جديت او سرعت سره په دې پرېکړې د سره پام وکړي.