د کرونا واکسین او په اړه يې د خلکو فکر

اکرام الله حناني / رغون راډيو


کرونا وبا چې په ټوله نړۍ کې په چټکۍ سره پر مخ ځي، هر هېواد کوښښ کوي چې د خپلو خلکو د ژغورلو لپاره د دغې ويروس د مخنيوي واکسين جوړ او خپلو وګړو ته يې وړاندې کړي، خو افغانستان، چې له هره پلوه وروسته پاتې او د خپلو وګړو د ژوند د بقا لپاره پر نورو هېوادو تکيه کوي، اوس د کرونا ويروس له څلورمې څپې سره مخ دی، چې د مخنيوي لپاره يې د نورو هېوادونو جوړ ميليونونه ډوزه واکسين افغانستان ته رالېږل شوي او تر يوه بريده ډيری هېواد والو باندې تطبيق شوی هم دی؛ خو دا چې په لغمان کې د کرونا واکسين په اړه د خلکو فکر څه دی يوتن زده کړيال حميد الله وايې:  


((په لمړيوکې داسې فکر کېده يا خلکو موږته ويل، چې واکسين مه کوئ دا بدې پايلې لري، دا ستاسې ذهنيت کمزوی کوي او دا مو فلج کوي، خو نه ما په لمړي ځل د کرونا واکسين د لغمان په پوهنتون پر ځان تطبیق کړ، نو کله چې زه کور ته راغلم نو ملګرو راته ويل، چې واکسين دې هسې وکړ د وخت په تېردو سره ستا ذهن کمزوری کوي او ممکن د لېونتوب حالت ته دې ورسوي خو ما دا فکر نه کولو زه اوس ځان ډاډمن او ښه احساس کوم)).


بل طرف د لغمان يو بل تن اوسېدونکی حمدالله وايې چې د لومړي ځل لپاره واکسين لغمان ته راورسېده یو شمېر خلکو فکر کوه چې دا واکسين وژورنکی دی، خو اصلاً داسې نه و. نوموړی وايي: 


(( کله چې د کرونا ويروس واکسين لغمان ولايت ته راورسېدل نو فکر مو کاوه چې ياد واکسين وژونکی دی او انسان له ډيرو نور ستونزو سره مخ کوي، انسان ته روهي او جسماني ستونزې رامنځته کوي او موږ له دغه واکسين څخه ډډه کول، له  موږ سره د طب له نظره کوم معلومات نه و، خو وروسته دا ثابته شوه چې د کرونا واکسين کوم زيان نه لري او بايد ترسره شي)).


 دا چې د اسلام له نظر د واکسين کولو حکم څه دی؟ د لغمان يو تن ديني عالم قاري شريف الله نظري يې په اړه داسې وايي: 


((کله هم چې  انسان ناروغه شي نو د هغه لپاره تداوي کول د اسلام له نظره یواځې جائز نه بلکې بهتره عمل هم دی، رسول الله (ص) حديث مبارک دی، چې تاسو کله مريضان شئ نو خپله تداوي وکړئ، له تداوۍ څخه ځان مه لرې کوئ او بغير له تداوۍ ځان مه هلاکوئ، واکسين خو بيا معلومه تداوي او وقايه ده، چې ټوله نړۍ يې استعمالوي او د روغتيا په خاطر په کې کومه خبره نشته او ښه خبره داده چې د واکسين په کولوسره ځان  وقايه کړئ)).


بل لور ته د لغمان يو تن ډاکټر انعام الله حناني د کرونا ويروس د مخنيوي واکسين په اړه وايي چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه چې څوک واکسين تطبيق ورسره يې د بدن دفاعي سيستم فعالېږي او د کرونا پر وړاندې ښه مقاومت کوي.


ښاغلی حناني وايي: ((د کرونا واکسين، خپله  د کرونا يو مړ شکل دی، د ويروس په مقابل کې د انسان بدن ته له داخلېدو سره سم د دفاعي سېستم د فعالېدو سبب کېږي، د دغه واکسين نه کول کولای شي، چې د انسان ژوند واخلي او هغه چا چې واکسين نه وي تر سره کړی، نو ډير امکان لري چې د کرونا وايروس سره مخامخ شي او خپل ژوند له لاسه ورکړي،  هغه چا چې د کرونا واکسين ترسره کړی وي د هغه بدن له وړاندې د ويروس په مقابل کې چمتو وي او ويروس به يې پر وړاندې اثر نه پرې باسي او ژوند ته به يې خطر نه وي)).


کرونا وبا تر اوسه د ټول هېواد تر څنګ لغمان کې هم د ګڼو خلکو ژوند اخيستی خو ډاکټران وايې چې که هېواد وال پر خپل وخت ځان واکسين نه کړي نو وژونکي ويروسونه به يې ژوند واخلي.


لینک