په لغمان ولایت کې د کرونا ویروس او د خلکو ويره

اظهارالله اوریاخيل/  سوله ارمان راډيو


له کله نه چې د کرونا یاکویډ۱۹ سارې ویروس په ټوله نړۍ کې خپور شو، ځینې هېوادونو یې د مخنيوي په موخه د واکسین د رامنځته کیدو په لټه کې شول، خو ځينې هیوادونه په دې وتوانیدل چې دکرونا واکسین کشف کړي. 


کله چې دکرونا واکسین کشف شو، په پیل کې ټوله نړۍ کې ډیر قمیته وه. هغه هیوادونه چې هغوې د اقتصاد له پلوه پياوړې و، هغوې وکولی شول چې دکرونا واکسین په پیسو ترلاسه کړي، خو  هغه هیوادونه چې د اقتصاد له پلوه کمزوري و،  لکه افغانستان چې د پیسو په بدل کې یې دکرونا واکسین نشو ترلاسه کولی، بې واکسينه پاتې شو، خو وروسته تر هغې چې د نړۍ غني هیوادنو   واکسین ترلاسه کړ، د هغې وروسته چین، امریکا او هند افغانستان سره پرته دپیسو دکرونا واکسین دورکړې مرسته اعلان کړه او د واکسين مرسته ته يې وکړ، چې له مخې یې په ټول هیواد کې د کرونا د واکسین تطبیق لړۍ پیل شوه.


 د هیواد د نورو ولایتونو په څیر په لغمان کې هم د کرونا واکسین تطبیق شو، خو دا چې پیل کې ترې خلکو څومره ویره درولوده د لغمان ولایت دکرونا د شل بیستریز روغتون رئیس ښاغلی عبدالمجید ساپی یې په اړه داسې وایې: ((په پیل کې د واکسین د تطبیق په هکله د خلکو ډیرې زیاتې اندیښنې وې، ډیره ویره وه، حتی بعضو به ویلې چې دا سبب د اقامت کیږي  یعنې ماشوم د نه پیداکیدو باعیث ګرځي بعضو به ویلې چې د دې واکسین د تطبیق سره ټول ویښتان د انسان تویږي، بعضي نورې نورې عنعنوي عقیدې وې؛ د خلکو غلطې مفکورې وې، سیاسي استفادې هم کیدلې، چې د خلکو یو څه ویره وه)).


نوموړی زياتوي: ((کله واکسین تطبیق شو د واکسین د تطبیق نه وروسته ځينو خلکو ولیدل، چې فقط په ابتد کې  په هغه ځای کې چې واکسین تطبیقیږي معمولي سوروالی او یوخفیف درد، په خوا کې تبه او د ټول وجود درد په ګذري شکل په مریضانو کې راځي، چې  یوه ورځ دوه ورځې الی درې ورځې دوام کوه، بیرته به شخص شفایاب کیده.کومه خبره نه وه، خو کله چې د واکسین د تطبیق لړۍ ادامه پيدا کړه. نو هغه خلکو چې خپله یې ویره درلوده هغوی خپله مونږ ولیدل چې په خپله راغلل حتا وبه ویل چې واکسین چرته کیږي)).


ښاغلې ساپی وايي چې اوس مهال خلک په خپله دکرونا واکسین پرته له ویرې تطبیقوي.


د کرونا د واکسین د تطبیق په اړه مو د لغمان ولایت د عامې روغتیا ریاست  سرویلانس  ښاغلي نصـرالله امین زي، نظر هم راخیستی نوموړی وایې: ((په ټوله نړۍ کې د دې واکسین تطبیق لړۍ روانه ده، انشا الله په دې کې مرګ مړینه هم نشته ده، خو ځينو خلکو به ویلې که واکسین څوک تطبیق کړي، حتی خلک تر مرګه رسوي؛ البته داسې تقریبا په زر په دوه زرو یا پینځه زره خلکو کې یو، ډیر شدید عکس العمل کیدای شي وښایي، خو داسې نه ده چې دا په ټولو خلکو کې دغه خطرات ولري)).


ښاغلی امین زی په خپلو خبرو کې له خلکو غوښتنه کوي چې دکرونا واکسین په خپل وخت سره وکړي، د واکسین کمپاينونه روان دي، په ټولو ساحو کې د کمپاين په شکل تطبیق کیږي، د خلکو تر کورونو واکسین رسیدلی دی، هیڅ کومه ستونزه نه پیښوي، باید هر شخص د کرونا واکسین په ځان تطبيق کړي.


له خوا د کرونا  واکسین په اړه قومي مشـر حیات الله اورياخیل چې خپله یې هم د کرونا واکسین کړی داسې وایې: ((کرونا وژونکی او مهلک مرض دی، خو واکسین یې هم ضروري دی، باید ټول خلک واکسین وکړي، واکسین کوم جانبي تاوان نه لري، بلکې ګټور ده او پایلې يې هم مثبتې دي،کوم منفي اثارات نه لري، پخوا به خلک له کرونا څخه ویریدل خو اوس خلک یې له واکسینه ډاریږي او حال ان کې واکسین د دې مرض دافع ده، ماهم خپله دکرونا واکسین کړی ده، خو تر اوسه مې ترې جانبي عوارض ندي لیدلي بلکې په فایده یې پوهیږم، د ټولو خلکو نه هیله کوم چې د کرونا واکسین په ځان باندې  تطبیق کړي)).


د لغمان ولایت د عامې روغتیا د ریاست د معلوماتو له مخې، په لغمان ولایت کې د کرونا د درې څپو په تیریدو سره ۱۸۹ وګړي د کرونا ناروغۍ له کبله مړه شوي دي. د لغمان په ولایت کې د کرونا د واکسین د تطبیق په لړۍ کې تر دې مهال ګڼ شمیر وکړي واکسین شوي دي. لا تراوسه هم د کرونا د واکسین دغه لړۍ روانه ده.


لینک