حسینه رحيمي/ خيبرنوښت راډيو
کرونا، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په ټوله نړۍ باندې خوره ده او د میلیونونو انسانانو ژوند یې اخیستی او ګڼ نور لا هم پرې اخته دي، افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی، چې یادې ناروغي پهکې په خورا چټکۍ سره وده کړې ده او د نامناسب روغتیایي سيستم درلودو له کبله خلک اړ دي، ترڅو روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي.
جمعه ګل عمرزی، چې د لغمان مرکز مهترلام ښار، د علي خېلو د انجونو عالي لېسې مدیر دی وایي، خپل زدهکوونکي یې له کرونا په اخته کېدو وړاندې په دې پوهولي، چې څنګه له دغه ویروس څخه ځان وژغوري؟
نوموړی همداراز وایي: ((کله چې په لغمان کې هم د کرونا ویروس راپیدا شو، نو په ټولګیو کې مو یوه کمېټه جوړه کړې وه، چې هره ورځ به یې زدهکوونکو ته د کرونا په مخنیوي کې معلومات شریکول، اوس هم چې تازه بیا د کرونا ګواښ په زیاتېدو دی، زموږ ښوونکي لا هم خپلو زدهکوونکو ته په دې برخه کې عامه پوهاوی ورکوي، ترڅو دوی وژغورل شي)).
په ورته مهال یو شمېر زدهکوونکي هم د خپلو ښوونکو خبرې تائیدوي، چې له کرونا ویروس څخه د ژغورنې ځینې لارې چارې ورښودلې وې.
برېشنا، چې د دې لېسې یوه زدهکوونکې ده وایي: (( له موږ سره مو خپلو ښوونکو د کرونا ویروس په اړه معلومات شریکول، ښوونکو به ویل، چې تاسو له دې ویروس څخه د ساتنې په موخه ماسک وکاروئ، لاسونه مو بار – بار پرېمنځئ، له ګڼې ګوڼې واټن واخلئ، ترڅو خوندي پاتې شئ، زموږ ښوونکي لا هم موږ ته په دې اړه لازمې سپارښتنې کوي)).
بسمنه، چې د همدې ښوونځي یوه بله زده کوونکې ده وایي، چې دوی ته یې ښوونکو د کرونا ویروس په مخنیوي کې پوره – پوره معلومات ورکړي دي.
نوموړې زیاتوي: ((موږ ته مو ښوونکو پر کرونا ویروس د نه اخته کېدو ځینې مهمې لارښوونې کړې دي، دوی به موږ ته د لاس پر وینځلو، د پرنچي پرمهال پوزې ته د لاس په نیولو، له ګڼې ګوڼې په واټن او نورو برخو کې ټینګار او سپارښتنې کولې، د ښوونځي مدیر به مو هم تل پر ښوونکو ټينګار درلود، چې باید د دې ناروغي په مخنیوي کې خپل ګامونه ګړندي کړي)).
د ویلو ده، چې کرونا ویروس لا هم یوه ګواښونکې ناروغي ده، د مخنیوي لپاره یې باید صحي لارښوونې عملي شي، چې د پيغام رسولو لپاره ښوونځي او د ښوونځيو زده کوونکي مؤثر تماميدای شي.