تېره اونۍ رسنیو او خبریالانو ته لویه ضایع وه

جمعه لړم 1396,8,26

په تېره اونۍ کې د هېواد ټولنې درۍ غړي له لاسه ورکړل. د تېرې اونۍ په لړ کې لومړی د امریکا آشنا تلویزون خبریال فاروق فیضي د سرطان ناروغۍ له کبله ومړ.

وروسته له هفې یوې پېژندل شوې خبریالې اناهیتا په بغلان ولایت کې د زړه بوږنوونکې ناروغۍ له کبله ساه ورکړه او بالاخره تېره ورځ د راه فردا تلویزون فېلمبردار حسین نظري په یوه ځانمرګي برید کې په شهادت ورسېد.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د دغه همکارانو مړینه د هېواد د رسنیو ټولنې لپاره لویه ضایع بولي.

موږ د دغو درۍ واړو د کورنۍ غړو، دوستانو او هم مسلکیانو ته تسلیت غواړو او د خدای (ج) له درباره دوی ته د مغفرت غوښتونکي یو.

همدارنګه موږ امېدوار یو چې د راه فردا تلویزون خبریال تقي سدید چې په تېره پرونۍ پېښه کې ټپي شو، زر روغ او خپلې ارزښتناکې دندې ته دوام ورکړي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شورا