له شمشاد تلویزون د پراخ ملاتړ څخه هرکلی کوو

چهارشنبه لړم 1396,8,17

(۱۹۲) نمبر ورځپاڼه

تېره ورځ ترهګرو د شماد تلویزون پر ودانۍ بريد وګړ، په نتیجه کې د یاد تلوېزون یو ساتونکی شهید او زیات شمېر د تلوېزون کارکوونکي او امنیتي ځواکونه ټپیان شول.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې د دغه پېښې په لومړیو کې خبرپاڼه خپره کړه او د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې د شمشاد تلوېرون د کارکوونکو د ځان ساتنې غوښتونکي شول.

دې پېښې په لړ کې د اتحادیې مشرتابه د نورو ملاتړکوونکو او صنفي بنسټونو د مسوولینو سره د پېښې ځای ته لاړل د شمشاد له کارمندانو سره یې غم شریکي وکړه او له دوی څخه یې خپل ملاتړ اعلام کړ، او همدارنګه د برید په کابو کولو کې د امنیتي ځواکونو سریع او حرفه یي کړنې وستایلې.

له هغه وخته چې دا پېښه رامېنځ ته شوي دولتي مقاوماتو، د ملي شورا غړو، د مدني ټولنو استازو او خبریالانو له مختلفو ولایتونو څخه له شمشاد تلویزون او په ټوله کې له آزادو رسنیو او د بیان له آزادۍ څخه په پراخه ټوګه ملاتړ کړی دی.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحاديې د دې ترڅنګ چې له دې پراخ ملاتړ څخه یې هرکلی کړی، دا یې د بیان آزادۍ او ټولنیزو ارزښتونو ته د ارزښت ورکولو نښه بللې.

زمونږ په اند د دارنګه ملاتړ نښه دا ده، چې افغانان د بیان د  آزادۍ او د رسنیو د  فعالیتونو په  اهمیت پوه او د دوۍ ترمېنځ د رسنیو ملاتړ او دفاع لپاره همغږي موجوده ده.

مونږ په شمشاد تلویزون د ترهګرو برید یو انساني جنایت بولو، او ترڅنګ یې اعلام کوو، چې دا رنګه ترهګریز بریدونه نه تنها دا چې په هېواد کې د رسنیزو فعالیتونو مخه نشي نیولای، بلکي د ترهګرو په  وړاندې زمونږ د خلکو شدید مخالفتونه را برسېره کوي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحاديې اجرایه شورا