د شمشاد تلوېزون له کارکوونکو باید په جدي توګه ساتنه وشي

سه‌ شنبه لړم 1396,8,16

(۱۹۱) شمېره ورځپاڼه

داسې خبرونه خپاره شوي چې وسلوالو د شمشاد تلویزون په ودانۍ برید کړۍ.

د دې خبرونو پر اساس د شمشاد تلویزون د ودانۍ له ننه د چاونې او مرمیو آوازونه آورېدل کیږي.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې د دغه پېښې د غندنې تر څنګ له امنیتي ځواکونو غوښتي تر څو له ترهګرو سره د نیښتې پر وخت د شمشاد تلویزون د کارکوونکو ځان ساتنې ته لومړیتوب ورکړي.

موږ امیدوار یو، پدې برید کې د شمشاد تلوېزون کارکوونکو ته زیان ونه رسېږي او همدارنګه امنیتي ځواکونه ژر تر ژره دې پېښې ته د پای ټکی کېږدي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شورا