د ټولنیزو شبکو د سانسور لپاره هڅې به بدې پایلې ولري

شنبه لړم 1396,8,13

(۱۹۰) شمېره ورځپاڼه

پدې وروستیو کې دوه رسمي لیکونه د مخابراتي خدماتو د تنظیم د ادارې(اترا) له آدرسه صادر شوې او د افغانستان د ژورنالیستانو د ملۍ اتحادیې لاس ته ورغلې دي.

له دغو لیکونو څخه چې یو یې د روان کال د تلې د میاشتې په دېرشمه نېټه صادر شوی دی، پدې لیک کې له(یونین تیلي کام) شرکت څخه غوښتل شوي چې ژر تر ژره د موضوع د اهمیت پر اساس د دنوموړې ادارې په  استول شوي نوملړ کې د هغو کسانو او افرادو د ټولو وېب سایټونو، فېسبوک او ټویټر د بندولو په اړه لاس په کار او له کړنو مو په راتلونکو څلورویښتو ساعتونو کې دغه ادارې ته ډاډ ورکړي.

په بل لیک کې چې د روان کال د لړم په لسمه نېټه صادر شوی، داسې راغلي دي( د لوړپوړو مقاوماتو د لارښوونې پر اساس بې له ځنډه د انټرنیټي ټولنیزو خدماتو،تېلېګرام او وتس آپ د بندولو په اړه د ۱۳۹۶کال د لړم له لسمې نېټې د شلو ورځو لپاره بې له ځنډه لاس په کار او له کړنو مو دغه ادارې ته ډاډ ورکړئ

دواړه لیکونه د اترا د ادارې مرستیال نقیب الله سېلاب لاسلیک کړی دي.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه که څه هم هر ډول له قانون پورته پاڅون د سانسور په اړه ردوي، شدیدأ د دغو لیکونو په منځپانګه خواشیني څرګندوي.

د هېواد د نافذه قوانینو پر اساس هر ډول سانسور په رسنیو کې مخکې او وروسته له خپرېدو ( چې ټولنیزې رسنۍ هم پکې ګډون لري) اجازه نلري. مونږ د حکومت له مسوولو بنسټونو غوښتنه لرو چې ژر تر ژره د دغو لیکونو د منځپانګې په اړه معلومات راکړي.

همدارنګه مونږ هیله لرو چې د اترا د ادارې له مسوولینو د دغو لیکونو په اړه څېړنه وشي او د څېړنې نتایج د عامه اذهانو په واک ورکړل شي.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه پداسې حال کې چې يوځل بیا پدې اړه په خپله خواشینۍ ټینګار کوي د دې تر څنګ اعلام کوي چې سانسوري کړنې او د ټولنیزو رسنیو محدودول به په راتلونکي کې بدې پایلې له ځان سره ولري.