۱۶۵ مه اعلامیه
د ملي امنیت شورا د تېرې ورځې په ناسته کې د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب کړنلاره تصویب شوه.
د نوموړې کړنلارې لومړۍ طرحه د ملي امنیت د مشاور د دفتر په همکارۍ د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د بنسټونو د فدراسیون له لوري جوړه شوې وه.
سره له دې، چې د دې طرحې تصویب نږدې پنځه میاشتې وځنډېده، د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د خبریالانو د صنفي حقونو د ملاتړ کوونکي بنسټ او د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د بنسټونو د فدراسیون د یو فعال غړي په توګه د دغې کړنلارې له تصویب څخه هرکلی کوي.
پدې اړه، په هغه خبر کې، چې د جمهوري ریاست له ارګ څخه خپور شوی دی داسې ویل شوي دي: نوموړې ګړنلاره د افغانستان اسلامي جهوریت د ولسمشر او د ملي امنیت شورا د غړو په سپارښتنو نور هم غني او تصویب شوی دی.
موږ هیله لرو، په نوموړې کړنلاره داسې مسایل نه وي ورزیات شوې، چې خدای مه کړې د رسنیو او خبریالانو د نا خوښۍ او اندېښنو سبب شي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه ټینګار کوي، چې يواځې د دې ګړنلارې تصویب بس نه دی او پدې اړه د عملي ګامونو پورته کولو ته زیات ضرورت لیدل کېږي.
په ذکر شوې کړنلاره کې د دې د تطبیق او عملي کولو لپاره میکانیزمونه او جوړښتونه په نظر کې نیول شوي دي او موږ داغوښتنه لرو ترڅو د افغانستان حکومت د ضرورت وړ میکانیزمونو او جوږښتونو د رامنځته کولو په اړه جدي ګامونه اوچت کړي.
د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شورا