د رسینو او خبریالانو د خوندیتوب د کړنلارې د تصویب هرکلی کوو

چهارشنبه وږی 1395,6,3

۱۶۵ مه اعلامیه

د ملي امنیت شورا د تېرې ورځې په ناسته کې د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب کړنلاره تصویب شوه.

د نوموړې کړنلارې لومړۍ طرحه  د ملي امنیت د مشاور د دفتر په همکارۍ د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د بنسټونو د فدراسیون له لوري جوړه شوې وه.

سره له دې، چې د دې طرحې تصویب نږدې پنځه میاشتې وځنډېده، د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د خبریالانو د صنفي حقونو د ملاتړ کوونکي بنسټ او د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د بنسټونو د فدراسیون د یو فعال غړي په توګه د دغې کړنلارې له تصویب څخه هرکلی کوي.

پدې اړه، په هغه خبر کې، چې د جمهوري ریاست له ارګ څخه خپور شوی دی داسې ویل شوي دي: نوموړې ګړنلاره د افغانستان اسلامي جهوریت د ولسمشر او د ملي امنیت شورا د غړو په سپارښتنو نور هم غني او تصویب شوی دی.

موږ هیله لرو، په نوموړې کړنلاره داسې مسایل نه وي ورزیات شوې، چې خدای مه کړې د رسنیو او خبریالانو د نا خوښۍ او اندېښنو سبب شي.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه ټینګار کوي، چې يواځې د دې ګړنلارې تصویب بس نه دی او پدې اړه د عملي ګامونو پورته کولو ته زیات ضرورت لیدل کېږي.

په ذکر شوې کړنلاره کې د دې د تطبیق او عملي کولو لپاره میکانیزمونه او جوړښتونه په نظر کې نیول شوي دي او موږ داغوښتنه لرو ترڅو د افغانستان حکومت د ضرورت وړ میکانیزمونو او جوږښتونو د رامنځته کولو په اړه جدي ګامونه اوچت کړي.

 د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شورا