شمیر : ۱۱۶
د بې پولې خبریالانو د سازمان په تازه درجه بندۍ کې، چې په هغه کې د بیان آزادۍ د حالت پربنسټ د هیوادونو نومونه ردیف کیږي، افغانستان د دوو درجو مثبت لوري تګ سره ، ۱۱۸ مې درجې ته رسیدلی دی.
په همدغه درجه بندۍ کې، چې په ۱۸۰ هیوادونو کې د بې پولې خبریالانو د بررسۍ پربنسټ شوې ده، هند او پاکستان په ۱۳۸ او ۱۳۹ مه درجه کې دي او د افغانستان نور ګاونډیان( تاجیکستان، ایران،ازبکستان، چین او ترکمنستان)، په ترتیب سره په ۱۴۹، ۱۶۴ ،۱۶۵ ،۱۷۶او ۱۷۸ درجو کې قرار لري.
دا په ډاکه کوي چې د بد امنیتي حالت په شتون، اقتصادي فقر، سیاسي دوامداره تاوانونه او په افغانستان کې د آزادو رسنیو نوی والی، د سیمې د یو شمیر رسنیو په پرتله د افغانستان د رسنیزې ټولنې لاسته راوړنې، حتا هندوستان چې د دنیا لویه دموکراسي بلل کیږي، زیاتې او بهتره دی.
افغانستان په تیر کال کې، په خبریالانو او رسنیو باندې د وژونکو او خونړیو بریدونو شاهد وو او د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي کچې د تیرو کلونو په پرتله زیاتوالی پیدا کړی، خو سره لدې د بې پولې خبریالانو په درجه بندۍ کې، دوې پایې لوړ شوی دی.
دا صعود پدې مانا دی، چې په افغانستان کې د ستونزو، سختیو او موانعو په څنګ کې د بیان د آزدۍ د حالت په ښه کیدلو کې مثبت کارونه هم ترسره شوي دي.
د بې پولې خبریالانو په درجه بندۍ کې، د افغانستان د دغه دوه درجه یي صعود دلیلونه د رسنیو تر عملي او قانوني تضمین شوو آزادیو او جوړښتونو لاندې د نویو مکانیزمونو د قانون او حقونو د چوکاټ جوړول په نښه شوي دي.
د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون، ویاړې چې پدې اړه یې مهم رول لرلی دی. د خبریالانو د خوندیتوب او امنیت د کړنلارې برابرول او له حکومت سره د هغو شریک کول، د دغه کړنلارې د تصویب لپاره تعقیب، په کابل او ولایاتو کې د رسنیو د ګډو کمیټو جوړول د رسنیو د مالیاتي جریمو د بښنې وړاندیز، د رسنیزو کارکوونکو او خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي د ۱۰۰۰ قضیو تعقیب، له خبریالانو څخه د ملاتړ د صندوق د کړنلارې تعدیل او بیا لیدنه او د رسنیزو کارکوونکو او خبریالانو د ملاتړ لپاره د دغه صندوق آماده کول، د رسنیو او خبریالانو د ملي ناستو ترسره کول، د خبریالۍ د ملي موازینو برابرول او تصویب کول، او د شخصي رسنیو دتاسیس او فعالیت د طرز او ډول د مقررې او د ټولیزو رسنیو او اطلاعاتو ته د لاسرسي د قوانینو تعدیل د فدراسیون له ځانګړو فعالیتونو څخه وو، چې د دولتي مربوطه بنسټونو په همکارۍ روښانه پایلو ته رسیدلي دي.
فدراسیون پدې باور دی، چې په هیواد کې تراوسه د رسنیزو فعالیتونو په لاره کې زیاتې ستونزې او کړاوونه شتون لري او یو ښه حالت ته د رسیدلو لپاره یوه اوږده لاره په مخ کې لري.
په همدې حال فدراسیون اعلام کوي، چې د رسنیو له مدیرانو، د رسنیو له کارکوونکو او خبریالانو، د مدني ټولنې له بنسټونو او مربوطه ملي او نړیوالو بنسټونو سره په همکارۍ د رسنیو او خبریالانو لپاره د یوې با امنه او له ستونزو څخه د لرې فضا د جوړولو په لار کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو د فدراسیون دارالانشا