
د تمدن تلویزیون مسوولین وایي، چې د نوموړي تلویزیون د خبر د څانګې کارکوونکی، جواد حسیني د ولسمشر د دویم مرستیال، سرور دانش د ساتونکو له لوري وهل شوی دی.
په هغه شکایت لیک کې، چې د تمدن تلویزیون له لوري د خبریالانو حامي او صنفي بنسټونو ته لېږل شوی دی، راغلي دي چې د یاد تلویزیون مسوولین د ښاغلي دانش د ساتونکو له قومندان سره په اړیکه کې شوي، ترڅو د دغه پېښې په علت پوه شي، مګر کوم ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.
د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مسوولینو ویلي، چې له خبریالانو سره دا ډول چلند، د هېواد د قوانینو غلاف چلند دي. یاده اتحادیه د اطلاعات و فرهنګ او د هېواد له لویې څارنوالۍ سره په اړیکې سره کوښښ کوي، ترڅو د قضیې علت ښکاره او مرتکبین یې د قانون منګولو ته وسپاري.