د(خبریالانو او ټاکنو) د زده کړیزې دورې پای ته رسېدل

سه‌ شنبه تله 1392,7,16

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې او الماني بنسټ( د دویچوله انستیتوت) په همکارۍ دوې زده کړیزې دورې، چې د تلې په لومړۍ نېټې پیل شوې وې، د تلې پّ پنځلسمه نېټه پای ته ورسېدې.


په هره دوره کې، لس تنو افغان خبریالانو چې له تصویري، صوتي او چاپي رسنیو سره فعال دي، د ټاکنو د خبري پوښښ د څرنګه والي په اړه یې زده کړه وکړه. 


د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایوي رییس، فهیم دشتي د دغه زده کړیزو دورو په اړه وایي: په دې وروستیو کې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې د دویچوله له انستیتوی سره تړون کړی دی، چې پر اساس یې دغه الماني بنسټ د زده کړیزو دورو جوړولو په ګډون د افغان خبریالانو لپاره د خدمتونو په وړاندې کولو سره متعهد شوي دي.


د افغانستان د ژورنالیتانو ملي اتحاديې په وروستیو اونیو کې، د ولسمشریزو ټاکنو د خبري پوښښ د معیاري کولو په موخه پراخې هڅې ترسره کړي دي.


 


له دې وړاندې( د ټاکنو په لړ کې د خبریالانو لارښود) کتاب، چې د بې پولې خبریالانو د انجمن او د فرانسوي هېوادونو نړیوال سازمان له لوري د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې په همکارۍ په دري او پښتو ژبو چمتو او د په یو شمېر افغان خبریالانو باندې ووېشل شو.


د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایوي رییس، فهیم دشتي وایي: یاد کتاب د ټاکنو د پوښش په اړه د خبریالانو لپاره جالب معلومات او لارښوونې لري.


نوموړی زیاتوي: د دغه کتاب د پښتو او فارسي نسخو د چاپ لپاره کوم لګښت چې د یاد کتاب د چمتو کوونکو له لوري ځانګړې شوی وو، هغه ډېر محدود لګښت وو او په همدې دلیل د دغه کتابونو یو کم شمېر(نږدې ۱۵۰۰ نسخې) یې چاپ شوې؛ مګر موږ هڅه کوو چې د لګښت د ترلاسه کولو په صورت کې په زرګونه نورې نسخې یې هم چاپ او د هېواد پر خبریالانو یې ووېشو.