په هرات کې، د رسنیو او حکومت ګډې کمېټې، مشروعیت پیدا کړ

دوشنبه ليندۍ 1397,9,19

د هغه سفر په ترځ کې چې د رسنیو او حکومت د ګډې کمېټې هییت د همدې اونۍ د شنبې او یکشنبې په ورځو هرات ته درلود، په هرات کې د رسنیو او حکومت د ولایتي ګډې کمېټې ستونزې حل شوې.


د رسنیو او حکومت ګډه کمېټه، د افغانستان د ژونالیستانو او رسنیزو بنسټونو د فدراسیون د غوښتنې له اثره د ژورنالیستانو او رسنیو د خوندیتوب او امنیت د ټینګښت او د دوی د ستونزو حلولو په هدف، نږدې درې کاله وړاندې رامنځته شوه او د دغه کمېټې د کړنلارې پر بنسټ، نږدې وه چې ولایتي ګډې کمېټې په ۳۳ نورو ولایتونو کې هم رامنځته شي.


په نورو ولایتونو کې د ولایتي ګډو کمېټو تشکیل له خاصو ستونزو سره مخ نه شو؛ خو په همغه وخت کې د هرات خبریالانو له دې وړاندې چې د یادې کمېټې کړنلاره یې لاس ته ورسیږي او له دې پرته چې دوی متوجه شوي وای چې په ګډه کمېټه کې د ژورنالیستانو استازي د موجوده کړنلارې پر بنسټ د فدراسیون له لوري معرفي کیږي، نو په ګډه کمېټه کې د خپلو استازو د ټاکلو لپاره یې ټاکنې ترسره کړې او له هغه وروسته کله چې فدراسیون د هرات په ګډه کمېټه کې د غړیتوب لپاره د خپل نظر وړ استازي معرفي کړل؛ نو د هرات رسنیزې ټولنې په اعتراض لاس پورې کړ.  


په تېرو میاشتو کې چې فدراسیون تصمیم ونیوه، په ۳۳ ولایتونو کې د خپلو استازو په حضور یو ځل بیا غور وکړي، د هرات خبریالانو یو ځل بیا ټاکنې ترسره کړې او د هغه ولایت ګډې کمېټې ته یې نوي استازي معرفي کړل؛ خو دا ځل له دې سره سره دوی پوهېدل چې دغه کړنه یې د ګډې کمېټې د جوړولو له کړنلارې سره خلاف ده، په خپله پرېکړه یې اصرار درلود.


د دغه ستونزو د حلولو لپاره د اطلاعات او کلتور وزارت د نشراتي مرستیال په ریاست د ګډې کمېټې هییت، د ملي امنیت شورا درفتر د استازو، د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدارسیون ــ چې ټول دغه بنسټونه د ګډې کمېټې غړی دي ــ هرات ولایت د سفر په ترځ کې یې دغه ستونزه حل کړه.


په هغه مختلفو ناستو کې چې په دې اړه د هرات ولایت له رهبرۍ، د هغه ولایت د خبریالانو او بالاخره د هرات د خبریالانو له استازو سره ترسره شوه، تصمیم نیول شوی چې د ترسره شوو ټاکنو نتیجې د هرات ولایت د خبریالانو له لوري لغوه شي او فدراسیون د کړنلارې د حکمونو په نظر کې نیولو سره، هغې کمېټې ته خپل استازي معرفي کړي.


د فدراسیون رهبرۍ اعلام کړی، چې ډېر ژر به د هرات ګډې کمېټې ته د نظر وړ استازي معرفي کړي ترڅو د دغه کمېټې فعالیتونه په نورو ولایتیونو کې د دا ډول کمېټو په څېر په جدې پرمخ یوړل شي.