
د خورشید تلویزیون مسوولین وایي، چې تېره ورځ د یاد تلویزیون یو خبریال، تصویر اخیستونکی او موټرچلوونکی د دولتي کسانو له لوري وهل شوي دي. دا پېښه د اطلاعات او کلتور وزارت مخې ته رامنځته شوې ده.
د خورشید تلویزیون د خبر پربنسټ، یاد خبري ټیم د خبر جوړولو لپاره د ښار له مرکز څخه تېرېدل چې یوه دولتي موټر، د ترافیکي مقرراتو خلاف، د هغوی لپاره لاره بندوله او کله چې موټر چلوونکي هارن ته فشار ورکوو ترڅو لاره خلاسه شي، هغه کسان چې په دولتي موټر کې سپاره وو، له موټر راښکته شوي او موټرچلوونکی یې وهلی دی.
د خورشید تلویزیون خبریال او تصویر اخیستونکی هغه وخت وهل شوي دي، چې غوښتل یې د دولتي کسانو له لوري د موټر چلوونکي له وهل کېدو څخه تصویر واخلي.
د خورشید تلویزیون خبریال، لطیف عزیزي، چې په دغه پېښه کې وهل شوی دی، وايي: موږ د دهغه موټر لمبرپلېټ فیلمبرداري کړی چې له هغه څخه وهونکي کسان ترې راښکته شول.
ویل کیږي چې دا موټر د جمهوري ریاست د چارو ادارې پورې اړه لري.
د چارو ادارې مسوولینو ویلي دي، چې هغوی نه پوهیږي چې آیا دغه موټر له دې ادارې څخه دی او یا نه؛ مګر ژمنه یې کړې ده چې دغه مسله به څیړي.
د دویمې امنیتي حوزې مامورینو هم دغه پېښه تاییدوي؛ خو وايي چې د وهونکو کسانو هویت ندی په ډاګه شوی.
د خبریالانو ملاتړې بنسټونه، له مسوولو دولتي بنسټونو غواړي ترڅو د دغه قضیې عاملین په ډاګه او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې اجرایه رییس، محمد فهیم دشتي وایي: د خبریالانو وهل کېدل په هر صورت د زغملو وړ نه دي او داچې د وهونکو کسانو د موټر لمبر پلېټ مشخص شوی دی، مسوول بنسټونه په ډېرې آسانۍ کولای شي چې وهونکي کسان وپېژني.
همدارنګه د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې په خپره شوي اعلامیه کې، د اطلاعات او کلتور وزارت ترڅنګ د دغه پېښې رامنځته کېدل د دغه پېښې په اړه د یاد وزارت د غبرګون نه ښکاره کېدل، د اطلاعات او کلتور وزارت بې کفایتي ګڼي.