د خبریالانو د ملاتړ صندوق سره مالي مرسته

چهارشنبه سلواغه 1397,11,17

د جي تي آر یا(منابع بزرګ تکنالوژي) شرکت د خبریالانو د ملاړ له صندوق سره د سل زره افغانیو مرسته وکړه.


د جي تي آر شرکت مرستیال، استاد احمد سعید په هغه ناسته کې چې د صندوق له یو شمېر غړو سره یې درلوده د یاد شرکت له لوري له صندوق سره د مالي مرستې  د سل زره افغانیو چک یې د صندوق د رهبرۍ غړو ته وسپاره.


د جي تي آر شرکت، لکه څرنګه چې له نوم څخه یې ښکاري، د ټکنالوژي خدمتونو په وړاندې کولو کې فعالیت کوي او په دې ډګر کې د مخکښو شرکتونو له جملې څخه شمېرل کیږي.


د خبریالانو د ملاتړ صندوق د فعالیت کړنلارې او جوړښت له بیا کتنې وروسته، له یاد صندوق سره د خصوصي سکتور دغه لومړنۍ مرسته ده.


له دې وړاندې ولسمشر غني له صندوق سره د پنځو میلیونو افغانیو شخصي مرسته وکړه او مالیې وزارت ته یې امر وکړ چې د دولت له بودیجې څخه له دغه صندوق سره د لس میلیونه افغانیو مرسته وشي.


په تېرو اونیو کې، صندوق له لاسته راغلو منابعو په استفادې سره، له اوو تنوو مستحقو خبریالانو سره مالي مرسته کړې او اوس مهال د داسې یو میکانیزم په جوړولو بوخت دي چې د هغه په بنسټ د هغه خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو له کورنيو سره مرسته وکړي کومو چې د حرفوي فعالیت په جریان کې خپل ځانونه له لاسه ورکړي دي.


د خبریالانو د ملاتړ صندوق رهبري په داسې حال کې چې د جي تي آر شرکت له مالي مرستې مننه کوي د یاد شرکت دغه اقدام د خبریالانو د ملاتړ صندوق سره د مرستې کولو په صورت کې د خصوصي سکتور د تشویق لپاره لومړنی ګام بولي.