د رسنیوآزادۍ له نړیوالې ورځې نمانځنه او د یو شمېر افغان خبریالانو ستاینه

دوشنبه غویی 1393,2,15

د افغانستان د ژورنالیستانو فدراسیون د یونسکو په همکارۍ  نن سهار د رسنیو له نړیوالۍ ورځې د نمانځنې په موخه نسته جوړه کړه. 


په دغه ناسته کې چې د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړي(نی) په دفتر کې ترسره شوې وه د رسنیو د صنفي او ملاتړو بنسټونو یو شمېر مسوولینو، رسنیزو مشرانو، خبریالانو او یو شمېر حکومتي چارواکو پکې ګډون کړی وو.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې رییس، عبدالحمید مبارز په دغه ناسته کې وویل: د بیان آزادۍ چا افغانستان ته تحفه نه ده ورکړې. ډېر کلونه کیږي چې په افغانستان کې د دغه حق د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کیږي.


ښاغلي مبارز په هېواد کې د آزادۍ د تامین لپاره د خبریالانو او لیکوالانو له قربانۍ ستاینه وکړه او همدارنګه یې د بیان آزادۍ او اطلاعاتوته د لاسرسي لپاره د ځوانو خبریالانو له هڅو یادونه وکړه.


په هغه راپور کې چې د رسنیو د څار بنسټ له لوري په تېره یوه کال کې د خبریالانو د ستونزو په اړه وړاندې شو، د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي په زیاتېدو ټینګار شوی وو.


د رسنیو د څار بنسټ مسوول، صدیق الله توحیدي، د دغه تاوتریخوالو له زیاتېو په اندېښنې ښودلو سره په مسوولو امنیتي بنسټونو نیوکه کړې چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره زیات فعالیت نه ترسره کوي.


د دغه ناستې په وروستیو کې یو زیات شمېر خبریالانو ته چې کارونه یې د یوه کمیسیون له لوري بررسي شوي وو ستاینلیکونه ورکړل شول.