د ټاکنو دویمې دورې خبري مدیریت پرېکړه لیک ته په ژمنتیا ټینګار

سه‌ شنبه چنگاښ ۱۳۹۳,۴,۱۷

په هغه ناسته کې چې نن د خبریالانو د صنفي بنسټونو، د یو شمېر سنیو د مسوولینو او یو شمېر خبریالانو له لوري جوړه شوه، یو ځل بیا په مخکینۍ پرېکړه ټینګار وشو. 


د روان کال د سرطان میاشتې په لومړۍ نېټه په ورته ناسته کې چې په هغه کې د حکومت، د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د دوو مخکښو نوماندانو د ټاکنیزو کمپاینونو استازو پکې ګډون درلود، یو یوولس ماده ایز پرېکړه لیک صادر شو چې د هغه موخه له رسنیو د بحران جوړونکو وسایلو جوړېدو مخنیوی وو.


په ننۍ ناسته کې له رسنیو څخه مننه شوې چې د یاد پرېکړه لیک محتوا یې رعایت کړې ده او همدارنګه یو ځل بیا ټینګار وشو هغه رسنۍ چې تراوسه یې یاد پرېکړه لیک نه دی مراعات کړی ژر د له مخکینیو پرېکړو خپله ژمنتیا اعلام او اجرا کړي.


په دې ناسته کې همدارنګه د ټولنیزو رسنیو په اهمت او اخلاقو ټینګار وشو او د ټولنیزو رسنیو له کاروونکو وغوښتل شول د ټولنیزو اخلاقو، د خلکو فرهنګ او د ژپې د عفت په نظر کې نیولو سره جاري مسایلو داسې خپاره کړي چې د خپل ځان او په ټوله کې د رسنیو او ټولنیزو صفحو د بي اعتبارۍ باعث نه شي.


له دې یوه ورځ وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رسنیو کمیسیون اعلام وکړ هغه رسنیو چې د ټاکنو د معیاري خبري پوښښ په منظور د دغه کمیسیون له لوري په ټاکل شوو کړنلارو ته پاملرنه نه ده کړې او د دغه کړنلارو له حکمونو یې سرغړونه کړې ده جریمه شوي دي.


د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رسنیو کمیسیون د راپور په اساس جریمه شوې رسنۍ:


۱ــ آینه تلویزیون   ۱۰۰ زره افغانۍ


۲ــ راه فردا تلویزیون    ۱۰۰ زره افغانۍ


۳ــ نور تویزیون    ۶۰ زره افغانۍ


۴ــ مېترا تلویزیون   ۴۰ زره افغانۍ


۵ــ نګاره تلویزیون    ۱۰۰ زره افغانۍ 


۶ــ سبا تلویزیون    ۷۵ زره افغانۍ


۷ــ  ژوندون تلویزیون ۶۰ زره افغانۍ


۸ــ شمشاد تلویزیون ۳۰ زره افغانۍ


۹ــ طلوع تلویزیون   ۱۰ زره افغانۍ 


۱۰ــ خاور تلویزیون   ۱۰ زره افغانۍ


۱۱ــ هېواد تلویزیون ـــ کندهار  ۵ زره افغانۍ


۱۲ــ باتور تلویزیون ــ جوزجان   ۲۰ زره افغانۍ


۱۳ــ  غزنویان تلویزیون ــ غزني    ۵ زره افغانۍ


۱۴ــ سپوږمۍ رادیو  ۵ زره افغانۍ


۱۵ــ ندا رادیو   ۱۵ زره افغانۍ


۱۶ــ نوا رادیو   ۱۰ زره افغانۍ


۱۷ــ دنیا رادیو   ۵ زره افغانۍ


۱۸ــ سولې پیغام رادیو   ۵ زره افغانۍ


۱۹ــ ملي اقتدار ورځپاڼه   ۵ زره افغانۍ


۲۰ــ ماندګار ورځپاڼه    ۱۰ زره افغانۍ


۲۱ــ سرنوشت ورځپاڼه    ۱۰ زره افغانۍ 


۲۲ــ سروش ملت ورځپاڼه   ۵ زره افغانۍ