د اعلامیې شمېره:۱۵۱
د ټولنیزو شبکو په یوه صفحه کې چې د طالبانو په ډله پورې اړوند ده، دغه ډلې یک او طلوع تلویزیونونه تهدید کړي دي. په دغه پیام کې د یادو رسنیو کارکوونکو ته د دښمن خطاب شوی او تهدید شوي چې له دوی سره به په هر ځای کې د دښمن چلند کیږي او دفترونه به یې هم د دښمن په رکم هدف په نظر کې نیول کیږي.
په همدغه پیام کې ویل شوي دي چې بې طرفه رسنیو ته د طالبانو له لوري احترام کیږي او طالبانو تل هڅه کړې چې د دغه رسنیو فعالیت ته زمینه برابره کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې ترهګریزې ډلې رسنۍ او خبریالان ګواښي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه دې ته په ټینګار سره چې ترهګر هر هغه چاته د دښمن خطاب کوي کوم چې ترهګریز افکار ونه لري، اعلام کوي چې د افغانستان رسنۍ او خبریالان دا ډول تهدیدونو ته نه تسلیمیږي.
دا چې ترهګر وايي چې له بې طرفه رسنیو ملاتړ کوي، زموږ له انده دا دروغ دي. د کندوز په جنګ کې د طالبانو چلند د ۱۵ رسنیو د دفترونو په اور سوځول او وېجاړول او همدارنګه په کندز کې د خبریالانو او رسنیزو فعالانو کور په کور تعقیب وښودله چې هر کله چې طالبان د رسنیو له لوري د ترهګریزو بریدونو له خبري پوښښ څخه ګټه وویني نو بیا یې ملاتړ کوي او کله چې فرصت وویني له رسنیو او خبریالانو سره خپله دښمني ښکاره کوي.
اوس مهال د کندز له سلو زیات خبریالان او رسنیز کاکوونکي د طالبانو د ګواښونو له امله خپل کورنه پرېښودلي او کابل، بلخ، بغلان او تخار ولایتونو ته یې پناه وړې ده.
نه تنها طالبان هغه تروریستي ډله ده چې له رسنیو سره دا ډول چلند کوي؛ بلکي هغه ډلې چې په افغانستان کې د داعش ترنامه لاندې فعالیت کوي له خبریالانو او رسنیو سره دېته ورته چلند کوي.
دوې ورځې وړاندې د داعش ډلې په جلال اباد کې د کلید او صفا رادیوګانو په دفترونو برید وکړ او دلیل یې همدا وو چې یادې رادیوګانې د تروریستانو اړوند شعایات نه خپروي؛ مګر ترهګیزې ډلې چې دغه شعایات د خبر په ډول خپاره کړي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه په دې چې ترهګر هر غیر ترهګر دښمن بولي، له ټولو رسنیو او خبریالانو غواړي چې د بیان آزادۍ د اصل او حرفوي معیارونو په ژمنې د ترهګرو د هویت او جنایاتونو افشا کولو ته ادامه ورکړي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې اجرایه شورا