د اعلامیې شمېره: ۱۴۵
څو ورځې وړاندې د اطلاعات روز ورڅپاڼې مدیر مسوول ذکي دریابي په ګډون یو شمېر خبریالان او د مدني ټولنې فعالان په فیسبوک ټولنیزه شبکه کې د یوه حساب سره د اړیکې په دلیل د ملي امنیت ریاست له لوري تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.
داسې راپورونه شته چې دا څېړنې د ملي امنیت شورا مشاور، حنیف اتمر په امر شوي دي.
په فیسبوک کې د(کابل ټکسي) پاڼې په دې وروستیو کې د ښاغلي اتمر د مشاورینو د معاشاتو او کړنو په اړه یوه انتقادي لیکنه خپره کړې وه.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د ملي امنیت شورا له آدرس څخه له خبریالانو سره دا ډول چلند اندېښمن کوونکی او په هېواد کې د نافذه قوانینو په خلاف بولي.
له دې وړاندې هم په دې اړه شکایتونه موجود دي چې ګواکي د امنیت شورا مشاور د امنیتي بنسټونو ویاندویانو ته امر کړی چې له خبریالانو سره مصاحبه ونه کړي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د ولسمشر له دفتر او اجرایه ریاست څخه غواړي ترڅو د امنیت شورا د مشاور غیر قانوني چلندونه په جدي ډول وڅیړي او د دا ډول خپل سریو او قانون ماتونې مخه ونیسي.
خبریالان، رسنیز فعالان او د خبریالانو صنفي او ملاتړي بنسټونه په هر ډول شرایطو کې د بیان آزادۍ او د خپلواکو رسنیو فعالیت ته ژمن دي او هېڅ کوم دولتي مقام ته به د دې اجازه ورنه کړي چې د دغه ارزښتونو پروړاندې قانون تر پښو لاندې کړي.