کرونا د ځاني تاوانونو ترڅنګ خلکو ته اقتصادي زیان هم اړولی دی

فضل الله مشتاق/  زيار راډيو


د لغمان یو شمیر اوسیدونکي وایي، سره له دې چې د کرونا ویروسي ناروغۍ ده، چې له امله يې ګڼ شمیر هیوادوال مړه او يا هم په دې رنځ اخته شول، خو د دې ناروغۍ له امله په اقتصادي لحاظ هم خلکو ته ډیر تاوانونه واوښتل.


 د لغمان یو تن هیټوال منیر وایي، چې کله لغمان ته د کرونا لومړۍ څپه راورسېده، هغه مهال خلک ورسره ټول نا اشنا و ،بازارونه و تړل شول او  ټولې هټۍ قرنطین شوې، خلک بې روزګاره شول، په بازارونو کې خرڅلاو نه کېده، بلاخره ټولو ته یې اقتصادي ضربه ورسېده.


نوموړی وایي کرونا  نه یواځې  دوکانداران، بلکې د دې هیواد ټول خلک یې وځپل. 


((د کرونا اغیزې په اقتصادي لحاظ ډیرې زیاتې وې، په ځانګړې ډول په ښاریانو باندې، موږ مالونه راوړل نا څاپه دکانونه قرنطین شول، مارکیټونه بندل شول، راکړه ورکړه بنده شوه، په داسې حال کې چې په دوکاندارانو باندې د دوکانونو کرایې چاپ وې نو طبعاً چې موږ ته یې هم اقتصادي تاوانونه واړول)).


هټيوال منیر په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د کرونا په شدیدو حالاتو کې د خوراکي توکو قيمتونه هم لوړ شول، چې دا د زموږ هېوادوالو ته يو بل جنجال شول.


د دې ولایت یو بل اوسیدونکی شفیع الله هم د کرونا له امله له اقتصادي بحران سره مخ شوی چې تر اوسه ترې رنځ وړي.


 نوموړي وویل چې د کرونا پدې خطرناکو څپو کې دوی له کار او بار څخه وغورځیدل، هغه څه یې چې کور کې د روغ او رنځور لپاره ټولې کړې وې هغه هم ترې د کور په سودا کې لاړې.


دی زیاتوي چې د افغانستان وګړې پرته له کرونا هم له ډیرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي نو کرونا داسې کړل چې یوې مړې ډوډۍ ته حیران شول.


)) د لغمان خلک ډیر غریب دی، چې شپې یې وخوري سهار یې نه لري، نو د کرونا دغه ویروسي ناروغۍ ټولو ته اقتصادي زیان اړولی، موږ چې څه کور کې درلودل هغه له موږ څخه وخوړل شوې چې تر اوسه پورې بیا ځای ته رانغلو، د هغه وخت حکومت هم خلکو سره مرسته ونکړه چې د خلکو اقتصادي وضعیت یې تر یوه حده کنټرول کړی وای، بله خبره دا چې زموږ ټولنه له نړیوالو سره فرق کوي هغوی قرنطین مراعتوي خو په اقتصادي لحاظ هم ښه دي، موږ خو هماغه ګټو چې بیرته یې وخورو)).


د روښان پوهتنون استاد او د اقتصادي چارو کارپوه حبیب الله تقوا  هم وایي چې کرونايي  ماحول خلکو ته اقتصادي زیان اړولی.


نوموړی وایي د کویډ 19 له خپریدو سره ټول کاروبارونه وتړل شو، پدې خاطر چې دا وبا یو بل ته انتقال نشي، همدا لامل شو چې خلکو ته یې اقتصادي زیان هم واړوه.


((ټولو ته بهتره معلومه ده، چې د کرونا له خپریدو سره سم ښارونه، تولیدي دستګاوې راکړه ورکړه ټول فعالیتونه په ټپه ودریدل چې دا کار د خلکو اقتصادي وضعیت له صفر سره برابر کړ، ځکه چې په ټولنه کې راکړه ورکړه بنده شي پیسې له حرکت څخه وغورځیږي طبعاً اقتصاد ورسره یوځای خرابیږي چې له دې سره سم یې د پیسو ارزښت هم خراب کړ)).


باید وویل شي چې وروستۍ جګړې او د کرونا څو څپې هغه څه و، چې د افغانستان د خلکو اقتصاد یې له صفر سره ضرب کړ، دا چې به دوی کله بیرته عادي حالاتو ته راګرځي دا نور هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.


لینک