
تېره ورځ په فاریاب ولایت کې ډېر شمېر خبریالانو د (د افغان خبریالانو لپاره د خوندیتوب لارښود) کتابونه ترلاسه کړل.
په فاریاب ولایت کې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مسوول، سید زین الدین عابدي وویل: په فاریاب ولایت کې تراوسه نږدې ۳۰ تنو خبریالانو د خوندیتوب لارښود کتابونه ترلاسه کړي دي.
د عابدي پر وینا: د فاریاب ولایت خبریالانو د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې له دې ابتکار څخه قدرداني ښودلې، او له نوموړي لارښود څخه ګټه اخیستنه یې موثره بللې ده.
په کابل کې د اتحادیې مسوولین وایې، چې د نوموړي لارښود کتابونو وېشنه په نورو ولایاتو کې هم ادامه لري.