
په غور ولایت کې د افغانستان د ژورنالیستانو د اتحادیې ولایتي دفتر په یوه خبري ناسته کې د(د افغان خبریالانو لپاره د خوندیتوب لارښود) کتابونه، د یاد ولایت پر خبریالانو ووېشل.
په دې خبري ناسته کې چې د خبریالانو او رسنیو د مرسته کوونکو بنسټونو استازو پکې ګډون درلود، د یاد ولایت د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په زیاتېدو یې اندېښنه وښوده.
د یادې ناستې د ګډونوالو پر وينا: په تېر یوه کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ۲۰ زیاتې پېښې رامنځ ته شوي دي، چې د تېرو کلونو په پرتله د دې ډول پېښو کچه لوړه شوېده.
په غور ولایت کې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مسوول عبدالقدیرغفوري په داسې حال کې، چې ګډونوالو ته یې د خوندیتوب لارښود کتابونه وېشل وویل: که چېرته خبریالان د نوموړي لارښود په مطالعه او استفاده کې دقت وکړي، د دوی د خوندیتوب کچه به پر یقیني ډول لوړه شي.
په غور ولایت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول ښاغلي غلام رباني هدفمند په نوموړي ولایت کې د خبریالانو او رسنیو حالت د تېر مېلادي کال په پرتله د اندېښنې وړ بللی دی.
د هدفمند پر وینا: په غور ولایت کې د ژورنالیستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي ترڅنګ، د اطلاعاتو په وړاندې کولو کې، د دولتي کارکوونکو د همکارۍ نشتون د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب د مشکلاتو ترڅنګ یو بل لوی مشکل دی.
په همدې حال کې د افغانستان د ژورنالیستانو د انجمن مسوول منصور خسرو، آزاد خبریال یار محمد یاور او په غور کې د ملي تلوېزون آمر علاالدین محمدي د خبریالانو پر وړاندې لویې ننګونې امنیتي مشکلات پر نښه کړي دي – دوی امېدوار دي، چې حکومتي بنسټونه د ژورنالیستانو د مرسته کوونکو بنسټونو سره په همکارۍ د یادو ستونزو په حلولو کې اساسي ګامونه پورته کړي.
نوموړو، د خوندیتوب لارښود جوړونه او وېشنه د ژورنالیستانو په پوهاوي کې یو لوی ګام بللی دی.